په بلخ ولایت کې د سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۲/۳۰
د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي عین الدین حامد وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د یو سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي عین الدین وویل، د کانونو ریاست اړوند د یاد سوداګریز مارکیټ د چت سیخ بندۍ چارې روانې وې چې د دې ریاست د تحنیکي ټیم لخوا یې له چارو څارنه وشوه او قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو د مارکیټ چارې د نقشې او شرطپاڼې مطابق تر سره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د ادارو په غوښتنه د اداري تعمیرونو لپاره نقشې ډیزاین کوي او له ودانیزو چارو یې څارنه کوي تر څو چارې د نقشې مطابق تر سره شي.
