د کابل - کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت په مربوطاتو کې دوه ستر مسجدونه جوړېږي
![ghazni](/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-23_at_2.01.53_pm_1.jpeg)
۱۴۴۶/۱/۱۷
د کابل - کندهار پر عمومي سړک شپږ ستر مسجدونه د ټولو اسانتیاو سره جوړېږي، تر څو د لارې مسافر په کې د الله عبادت وکړي.
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د غزني په اندړ او دو اب ولسوالیو کې د دغه دوه سترو جوړېدونکو مسجدونو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي متقي وایي، د دو اب ولسوالۍ اړوند د مسجد شریف ودانیزې چارې عملا روانې دي، چې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجنیرانو یې له کارونه څارنه وکړه.
د نوموړي په خبره، د دو اب ولسوالۍ مسجد شریف ودانیزې چارې پخوا شروع شوې وې، خو دا چې خاوره یې مرکز ته د ارزونې په موخه لېږل شوې وه، ځکه خو یې عملي کارونه لږ ځنډېدلي و، چې دمګړۍ یې ودانیزې چارې روانې دي.
د یادولو ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي ادارو په غوښتنه د دولتي ادارو لپاره د تعمیرونو نقشې ډیزاین کوي، له چارو یې څارنه کوي، تر څو پروژه د پلان او نقشې مطابق سرته ورسېږي.