په فراه ولایت کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۱/۱۷
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي استقلال وویل، په دې ولایت کې د حج او اوقاف ریاست په غوښتنه یې د ګلستان ولسوالۍ په مرکز کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه، چې د دې مسجد شریف چارې ۶۰ سلنه مخته تللي دي.
نوموړی وایي، قرار دادي شرکت مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو د دې پروژې چارې د قرارداد پاڼې مطابق مخته یوسي.