په هلمند ولایت کې د یتیمانو د ښار ګوټي تفصیلي پلان منظور شو
۱۴۴۵/۱۲/۱
د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر اساس د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ کې د پنځه سوه یتمیانو لپاره عصري او د ژوند له ټولو اسانتیاوو څخه د برخمن هستوګنیز ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني او د دې وزارت د ښاري پراختیا مرستیال ښاغلي شیخ مدار علي کریمي بامیاني لخوا منظور شو.
د یادولو وړ ده، چې یاد هستوګنیز ښارګوټی په ۲۷۲ جریبه ځمکه کې جوړېږي او د لګښت چارې د قطر هېواد د شاهي کورنۍ خیریه بنسټ په غاړه اخیستې دي، چې نورې چارې به یې د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې پر مخ وړل کېږي.