د بدخشان ولایت د فیض اباد ښار د اوومې ناحیې د بازار د شنې سیمې خط اچونه تر سره شوه
۱۴۴۵/۱۰/۲۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د سړکونو او ساختماني پروژو له چارو څارنه کوي تر څو د پروژو چارې په لوړ کیفیت تر سره شي.
د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وايي، د دې ریاست تخنیکي ټيم د فیض اباد ښار د اوومې ناحیې د بازار د شنې سیمې لپاره خط اچونه کړې ده.
د ښاغلي الهي په وینا، په پام کې ده چې یاده شنه سیمه د فیض اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند د قرغ په دښته کې جوړه شي.
نوموړي زیاته کړه، د ساحې د پاکوالي او خط اچونې کارونه سر ته رسیدلي، د اړتیا وړ توکي، د ځمکې شکونه، سنګکاري او د ساحې د شینوالي چارې تر کار لاندې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په ښاري پلان کې شنې سیمې په نظر کې نیولي دي، هلته د د تفریحي پارکونو، د سالمي چاپیریال ساتنې لپاره له سیمې په اساسي ډول څارنه کوي.