د کندهار ولایت د غورک ولسوالۍ لپاره تفصیلي پلان جوړ شو
![انځور](/sites/default/files/2024-04/whatsapp_image_2024-04-29_at_9.04.41_am.jpeg)
۱۴۴۵/۱۰/۲۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د لویو ښارونو تر څنګ د هغو ولسوالیو لپاره تفصیلي پلان جوړوي، چې تر دې دمه تفصیلی پلان نلري.
د کندهار ولایت د کور او ښار حوړولو ریاست محترم رئیس مولوی عبدالمتین وایي، د دې ریاست تخنیکي ټيم د غورک ولسوالۍ څخه لیدنه کړې تر څو د دې ولسوالۍ لپاره تفصیلي پلان جوړ کړي.
د ښاغلي عبدالمتین په وینا، د دې ریاست تخنیکي ټیم د دې ولسوالۍ لپاره توپوګراپي سروې تر سره کړې او د ډیزاین پروسه تر کار لاندې چې زر به یې چارې بشپړې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو ولایتونو او ولسواليو لپاره ښاري پلانونه جوړوي وروسته یې د تطبیق لپاره اړوندو ښاروالیو ته سپاري.