د سرې میاشتې ټولنې د ځمکې د ستونزو د حل په اړه بحث وشو
13/02/1445
۱۴۴۵/۰۲/۱۳
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو برخې، د کابل ښاروالۍ، او سرې میاشتې ټولنې له استازو جوړې کمېټې ناسته وکړه او د کابل په پنځمه ناحیه کې د سرې میاشتې ټولنې د ځمکې د ستونزو په اړه یې نظریات تبادله کړل.
دغه ناسته د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د (۷۹) نمبر حکم پر اساس ترسره شوه، چې د یادې ځمکې ستونزې هوارې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د طرفینو د دلایلو تر اورېدو وروسته یادونه وکړه، چې دواړه غاړې دې د خپلو اسنادو کاپي د کور او ښار جوړولو وزارت ته وسپاري، چې تر هراړخیزې مطالعې او څېړنې وروسته به موضوع روښانه کړي او د وروستي تصمیم په موخه به یې راپور د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ته وړاندې کړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.