د پېروزي ښارګوټي په ختیځه څنډه کې د ننګرهار – بېجینګ شرکت چارې دوام لري
۱۴۴۴/۰۱/۱۹
د ننګرهار – بېجینګ د ساختماني موادو د تولید شرکت، د ساختماني موادو د تولید لپاره د بلاک جوړولو، د غذایي موادو لپاره د بلاک جوړولو، د صنعتي توکو د تولید لپاره بلاک، د لوجستیکي موادو د تولید لپاره بلاک، ګدام، د ازمایښتي لابراتوار لپاره ودانۍ، د څېړنو لپاره مرکز، د صنعت کارانو لپاره د خوب ځای، د کارپوهانو لپاره ودانۍ، د مسلکي زده کړو عمومي مرکز، تدارکاتي سیمې، د ساتنې او خوندیتوب دفتر، بڼ یا د تفریح ځای، د ژوند کولو خدماتي مرکز، تخنیکي ورکشاپونو، د خځل لوښو د راټولولو ځای، ورزشي سالون او خوړنځای، د لمریزې برېښنا د تولید او د برېښنا د وېش مرکز، د خامو موادو لپاره ګدام، د لوجستیکي موادو لپاره ګدام، روغتیایي کلېنیک او داسې نورو د ښاري خدماتو ځایونو لپاره د تفصیلي پلانونو جوړولو په موخه ټول تخنیکي اسناد د چین هېواد ته استولي، چې طرحه او ډیزاین یې بشپړ او بېرته د عملي کار کولو په موخه راواستوي.
تر اوسه د یادو موضوعاتو په تړاو د پلانونو جوړولو چارې شاوخوا اتیا سلنه بشپړې شوي او دوام لري چې ډېر ژر به یې وروستۍ پایلې تمامې شي.
دمګړۍ د کابل ده سبز سیمه کې د پېروزي هستوګنیز ښارګوټي په ختیځه څنډه کې د ننګرهار – بېجینګ تولیدي شرکت لخوا د ژورو څاه ګانو کېندل، احاطوي دېوالونه او نورې لومړنۍ چارې روانې دي.
د روان لمریز کال د حمل میاشت کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د ننګرهار – بېجینګ د ساختماني موادو د تولید شرکت ترمنځ یو تړون لاسلیک شو چې له مخې، به یې په (۶۵۰) جریبه ځمکه کې د شاوخوا (۲۱۶) میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت (۱۵۰) کوچنۍ، منځنۍ او لویې تولیدي فابریکې جوړېږي او تولیدات به کوي.