سرپل ولایت کې (۵۱) جریبه دولتي تر غصب لاندې ځمکه معلومه او ثبت کړه
۱۴۴۳/۱۲/۲۶
د سرپل ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د دغه ولایت د عدلي او قضایي ارګانونو او امنیتي ځواکونو په همکارۍ په مرکز او ولسوالیو کې یو پنځوس (۵۱) جریبه دولتي ځمکه معلومه او ثبت کړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ټول هېواد په کچه دولتي غصب شوې ځمکې بېرته راګرځوي او مخنیوی یې کوي او په هغه ځمکو کې ټولګټې پروژې پلې کوي.
