د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د سوداګریزو مارکیټونو له ودانیزوچارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۲۱
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي بلال متقي وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا یې د دې ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د یو شمیر سوداګریزو مارکیټونو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي متقي وویل، د قرباغ ولسوالۍ د محترم ولسوال او د دې ولسوالۍ د محترم ښاروال په شتون کې له دوه سوداګریزو مارکیټونو له ودانیزو چارو څارنه وکړه، تر څو د ښاري تخلفاتو مخنیوي وشي.
نوموړي وویل، د قره باغ ولسوالۍ د محترم ولسوال او د دې ولسوالۍ محترم ښاروال ته د ولسوالۍ لپاره جوړ شوي تفصیلي پلان تشریح شو، تر څو هلته په دقیق ډول تطبیق شي او د ښاري تخلفاتو مخنیوي وشي.