د ارزګان ولایت د پوهنتون د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۶/۷
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د ریاست مقام په لارښوونه، د دغه ولایت د پوهنتون د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د سپټیک څاه د سلب د سیخ تړلو چارې تر کار لاندې وې، د یادو ودانیزو فعالیتونو د ښه کیفیت او معیاري تطبیق په موخه د پروژې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې، څو چارې د ټاکل شویو معیارونو او اصولو مطابق ترسره او په ښه کیفیت بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې د څارنې پر مهال د ودانیزو چارو بهیر منظم و او د تخنیکي لارښوونو د پلي کېدو سپارښتنه هم وشوه.
