د ارزګان ولایت د مهاجرینو په ښارګوټي کې د اوبو رسولو شبکې د پروژې له ساحې تخنیکي لیدنه وشوه
۱۴۴۸/۶/۷
د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ د مهاجرینو په ښارګوټي کې د اوبو رسولو شبکې د جوړولو پروژې د پرمختګ په موخه د اړوندو ادارو د مسلکي انجنیرانو ګډ پلاوي له یادې پروژې څخه تخنیکي لیدنه ترسره کړه.
یاده پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري پلې کېږي، چې په دې وروستیو کې یې د اوبو رسولو لپاره د څاه کیندنې چارې په بریالیتوب بشپړې شوې دي.
د لیدنې پر مهال د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د مهاجرینو آمریت او د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسلکي انجنیرانو د اوبو زېرمه کولو ټانکۍ او د لمریزو هندارو د نصب لپاره د مناسبو ځایونو په اړه تخنیکي بحث وکړ او په پایله کې یې د دواړو برخو لپاره مناسب ځایونه وټاکل.
همدارنګه، قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې، څو د پروژې پاتې چارې ژر تر ژره پیل او د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو مطابق یې ترسره کړي.
