د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د غوربندیانو غونډۍ د شنې او نامشخصې ساحې د وضعیت څارنه وشوه

org_admin
Mon, Oct 19 2026 12:33 PM
اتمه ناحیه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول او کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند، د بګرامیو نساجۍ فابریکې مخې ته د غوربندیانو غونډۍ د شنې او نامشخصې ساحې وضعیت وڅاره او وڅېړه..

د څارنې په ترڅ کې د ساحې د موجوده وضعیت له مخې اړین معلومات او ارقام راټول شول، څو د نافذه قوانینو او اصولو په رڼا کې د راتلونکو پرېکړو لپاره وکارول شي.

د دغو څارنو موخه د شنو ساحو او پارکونو ساتنه، د ښاري پلانونو مطابق د ودانیزو چارو تنظیم، د بې ‌رویه تراکم مخنیوی، د ښاري نظم ساتنه، د ګاونډیانو د خصوصي حریم او حقونو رعایت، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت ښه ‌والی دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند تخنیکي ټیمونه د ښاري نظم د تأمین، د شنو ساحو او پارکونو د ساتنې او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د کابل ښار په ټولو ناحیو کې خپلې دوامدارې څارنې ترسره کوي او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به د نافذه قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره شي.

Latest news

Tue, Jul 01 2025 9:40 AM
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره نوي سرپرست وزیر رسماً خپله دنده پیل کړه

۱۴۴۷/۰۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د افغانستان له مهمو سکتوري وزارتونو څخه دی، چې د کور جوړولو، د هېواد د ښاري پراختیا، ښاري پلانونو، او د ښارونو د منظمې ودې لپاره ستر مسؤلیت لري.

د. . .

Thu, Jun 27 2024 9:44 AM
Background image

New Kabul City: A Beacon of Hope for Afghanistan’s Future

By: H.N New Kabul City, a bold and ambitious urban development project, represents a significant stride toward modernizing Afghanistan. This initiative aims to alleviate the population. . .

Wed, Apr 20 2022 12:22 PM
Background image

The activities and problems of the urban planning and land departments of a number of provinces were examined

1443/09/19

Mawlawi Hamdullah Nomani, Acting Minister of Urban Development and Lands, met with the Acting Heads of Urban Development and Land Departments of Logar, Baghlan, Paktia and. . .

BACK TO NEWS

Minister of Urban Development and Housing

11 months 3 weeks ago

We hold ourselves accountable to our God, the Muslim nation and our country, and we consider it our duty to work for urban development, economic and social development and environmental protection. We are committed and have begun our efforts to transform the Ministry of Urban Development and housing into a service and responsive ministry that will always work for the implementation of development and welfare projects and provide transparency, incentives and employment opportunities in this area.

Mr. Najibullah Hayat Haqani
wazir-image-new