په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې او نمره بندۍ چارې روانې دي
۱۴۴۸/۴/۲۵
د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې او نمره بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو هېوادوالو او کاريګرو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس د یاد ښارګوټي له چارو څخه د څارنې پر مهال د کار بهیر و ارزوه او مسؤلو انجنیرانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د خط اچونې او نمره بندۍ چارې په دقت، چټکتیا او د منظور شوي تفصیلي پلان له مخې ترسره کړي.
د یادو چارو په بشپړېدو سره به د ښارګوټي د استوګنیزو ساحو د منظمې نمره بندۍ او د راتلونکو ښاري چارو لپاره لازمه تخنیکي زمینه برابره شي.
