د نوي کابل ښار د ام ـ اې ۰۵ سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي
۱۴۴۸/۴/۲۱
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ام ـ اې ۰۵ سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
یاد سړک ۴۳ متره پلنوالی او ۲۲۹۱ متره اوږدوالی لري، چې د پروژې د عملي چارو په لړ کې تر اوسه د سړک د ۸۰۰ مترو په اوږدوالي د ځمکې د کیندنې چارې ترسره شوې دي.
د پروژې د عملي چارو د پرمختګ ترڅنګ، د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تخنیکي معاونیت او اجرائیوي مسؤلین د سړک د جوړولو بهیر له نږدې څاري، څو چارې د منظور شوي پلان له مخې په چټکۍ پرمخ ولاړې او ټول ساختماني فعالیتونه د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو سره سم ترسره شي.
د ام ـ اې ۰۵ سړک جوړېدل د نوي کابل ښار د بنسټیزې ترانسپورتي شبکې د پراختیا له مهمو پروژو څخه دي، چې په بشپړېدو سره به د ښار په اوسنیو او راتلونکو پراختیايي سیمو کې د تګراتګ اسانتیاوې رامنځته او د سیمې ترانسپورتي اتصال لا پیاوړی شي.
