په لوګر کې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د بلاکونو ساحې توپوګرافي سروې چارې پیل شوې
۱۴۴۸/۴/۲۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت د مرکز اړوند په آبچکان کلي کې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د بلاکونو د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړه.
د دې تخنیکي پروسې موخه د یادې ساحې د طبیعي ځانګړنو او ځمکني وضعیت د دقیقو معلوماتو ترلاسه کول او د راتلونکو چارو لپاره د پلان د ترتیب لازم تخنیکي معلومات برابرول دي.
د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم به د ترسره کېدونکې سروې د معلوماتو پر بنسټ، د یادې ساحې د پلان د ترتیب لپاره اړین تخنیکي معلومات چمتو کړي.
