په کندهار کې د ښاروالۍ انجینرانو ته مسلکي او تخنیکي روزنه ورکړل شوه
۱۴۴۸/۳/۱۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم په کندهار ولایت کې د ښاروالۍ انجینرانو لپاره د مسلکي او تخنیکي ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام ترسره کړ.
دغه روزنیز پروګرام د ښاروالۍ انجینرانو د مسلکي او عملي پوهې د کچې لوړولو، د سروې او جي ای ایس په برخو کې د نوې ټکنالوژۍ د کارونې او د معیاري تخنیکي چارو د ترسره کولو په موخه جوړ شوی و.
د روزنې په بهیر کې د معاصرو تخنیکي وسایلو او نوې ټکنالوژۍ د کارونې، د سروې اړوندو چارو او د جي ای ایس سیستمونو د اغېزمن استعمال په اړه اړین معلومات او عملي لارښوونې وړاندې شوې.
تمه ده، دغه روزنه د ښاروالۍ انجینرانو د مسلکي ظرفیت په لوړولو، د نوې ټکنالوژۍ په اغېزمنه کارونه او د تخنیکي چارو په لا ښه ترسره کولو کې مثبت رول ولوبوي.
