د لوګر ولایت د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو
۱۴۴۸/۲/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لوګر ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان لاسلیک کړ.
دغه پلان، د وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د ښاري اصولو او نافذه مقرراتو په رڼا کې ترتیب شوی، چې موخه یې راستنېدونکو هېوادوالو ته د منظم، معیاري او دوامدار استوګنځای برابرول دي، چې یاد پلان په 2143 جریبه ځمکه کې ترتیب او 3385 استوګنیزې نمرې لري.
د یاد پلان له مخې به، د استوګنې ترڅنګ د سړکونو، شنو سیمو، ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو، جوماتونو او نورو اړینو عامه خدمتونو لپاره هم مناسب ځایونه په پام کې ونیول شي، ترڅو د اوسېدونکو اړتیاوې په معیاري ډول پوره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونو په رڼا کې به د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیزو ښارګوټو د طرحې او تطبیق بهیر چټک او منظم پرمخ یوسي، ترڅو هېوادوالو ته د باعزته او مناسب ژوند زمینه برابره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ټینګار کوي، چې د راستنو شوو مهاجرو کورنیو ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وشي او هڅې دې ګړندۍ شي، ترڅو د مناسبې سرپناه جوړولو لپاره ورته زمینه برابره شي.
