د دوامداره څارنو په لړ کې د تایمني پروژې له بېلابېلو ساحو څخه د ښاري سرغړونو په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۲۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د دوامداره نظارتي پلان له مخې د کابل ښار د څلورمې ناحیې د تایمني پروژې له بېلابېلو سړکونو او فرعي کوڅو څخه د ودانیزو چارو او احتمالي ښاري سرغړونو په موخه ساحوي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې له نږدې وڅارل شوې چې د نافذه قوانینو، تصویب شویو ښاري پلانونو او د ګاونډیانو د حریم د احتمالي نقض نښې پکې لیدل کېدې، لکه د غیرقانوني کړکیو جوړول، همدارنګه له هغو مالکینو څخه چې د خپلو پروژو قانوني اسناد او جوازونه یې نه وو وړاندې کړي، وغوښتل شول څو یاد اسناد د ښاري سرغړونو د رسېدنې ریاست ته وسپاري، ترڅو له تخنیکي ارزونې وروسته د اړتیا په صورت کې لازم اجراآت ترسره شي.
د دغې څارنې موخه د ودانیزو چارو د ښاري پلانونو مطابق تطبیق، د غیرمجازو جوړښتونو مخنیوی، د ګاونډیانو د حقونو ساتنه، د ودانیز کیفیت لوړول او د ښاري نظم ټینګښت دی.
د یادونې وړ ده چې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه، د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د ساحوي څارنو لړۍ په دوامداره توګه روانه ده او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به د نافذه قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره کېږي.
