په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې
۱۴۴۸/۱/۱۳
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه استوګنیزې نمرې ووېشل شوې.
د وېش د بهیر له مخې، په ننګرهار ولایت کې ۲۴۶، په فراه ولایت کې ۱۵۷، په هلمند ولایت کې ۲۳ او په فاریاب ولایت کې ۳۱۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وسپارل شوې.
په همدې ورځ ټولې ۷۳۶ کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې، چې له دې سره د دایمي مېشتېدنې پروګرام له پیل راهیسې د وېشل شوو ځمکو د نمراتو ټولیز شمېر ۵۴ زره او ۲۳۵ ته رسېدلی دی.
د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش بهیر د ټاکل شوي پلان له مخې په دوامداره او چټکه توګه روان دی، ترڅو وړ مستحقې کورنۍ د استوګنې له مناسب فرصت څخه برخمنې شي.
