د کابل ښار څلورمې ناحیې په تایمني تعدیلي پروژه کې څارنه وشوه
۱۴۴۸/۱/۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو ته د مخنیوي لوی ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار څلورمې ناحیې د تایمني تعدیلي پروژې له ساحې څخه څارنه وکړه.
د یادې څارنې پر مهال هغه ساختماني پروژې وکتل شوې چې د نافذه قوانینو، منظور شویو ښاري پلانونو او د ګاونډیانو د حریم د رعایت په برخه کې د احتمالي سرغړونو شک پرې موجود و. همدارنګه د غیرقانوني کلکینونو او کړکیو جوړولو اړوند موارد هم وارزول شول.
له هغو مالکینو څخه چې د خپلو پروژو رسمي اسناد او جوازونه یې نه وو وړاندې کړي، غوښتنه وشوه چې اړوند اسناد د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست ته وسپاري، څو د تخنیکي ارزونې او قانوني څېړنې وروسته لازم اجراآت ترسره شي.
د دغې څارنې موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د ښاري نظم ټینګښت، د ګاونډیانو د حقوقو او حریم ساتنه او د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول دي.
د یاد ریاست د کاري پلان له مخې به دا ډول څارنې د کابل ښار په نورو ناحیو کې هم په دوامداره توګه ترسره شي.
