د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو
۱۴۴۸/۱/۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول لاسلیک شو.
یاد اصلاحي پلان د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې، د ښاري خدمتونو د منظم تنظیم او د استوګنیزو سیمو د معیاري پراختیا په موخه ترتیب شوی، چې د پلي کېدو په صورت کې به د زرګونو کورنیو لپاره د مناسبې سرپناه او ښاري اسانتیاوو د برابرولو زمینه برابره کړي.
د پلان له مخې، د جوزجان ولایت د مهاجرینو په ښارګوټي کې د ۶۶۰۴ استوګنیزو نمرو لپاره ساحه تنظیم او ډیزاین شوې ده.
په یاد پلان کې د استوګنیزو ساحو تر څنګ د سړکونو شبکې، عامه تاسیساتو، شنو ساحو، تعلیمي او روغتیايي خدماتو او نورو اړینو ښاري اسانتیاوو لپاره هم لازمې ساحې په پام کې نیول شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مشرتابه د دغه پلان تائید د راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې او د منظمې ښاري پراختیا په برخه کې مهم ګام بللی او ټینګار یې کړی چې د مهاجرینو لپاره د معیاري ښارګوټو جوړول او د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو برابرول د وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
تمه کېږي چې د یاد اصلاحي پلان له تطبیق سره به د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټی په یوه منظم، معیاري او دوامدار استوګنیز ښارګوټي بدل شي او د راستنېدونکو کورنیو د مېشتېدنې لپاره به مناسب شرایط رامنځته شي.
