په میدان وردګ ولایت کې د عیدګاه جامع جومات د رغنیزې پروژې له چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۱
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د عیدګاه جامع جومات د رغنیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.
د ترسره شوې څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې ډېری چارې بشپړې شوې او دا مهال د ساحې د پاککارۍ چارې روانې دي. همداراز د تشنابونو د اوبو رسولو سیستم نصب او عملاً وازمویل شو.
یاده څارنه د دې لپاره ترسره شوه چې د پروژې پاتې چارې په معیاري ډول بشپړې او د رغنیزو کارونو کیفیت له نږدې وارزول شي.
