په جوزجان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د جومات د جوړولو له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۱۲/۱۶
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه او لیدنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د یادې پروژې د کړکیو او دروازو د نصب، د داخلي او خارجي پلسترکارۍ او نورو روانو ساختماني فعالیتونو بهیر وارزول شو او د چارو د کیفیت او پرمختګ څخه نږدې څارنه ترسره شوه.
د پروژې د معیاري تطبیق په موخه د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو د پروژې ټولې چارې د منظور شوې نقشې، د کاري حجمونو د اټکل، تدارکاتي شرطنامې او منل شویو انجینري معیارونو له مخې بشپړې کړي.
همداراز، د څارنې مسؤلو انجینرانو د پروژې د کیفیت، اغېزمنتیا او غوره تطبیق په موخه یو شمېر تخنیکي نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، ترڅو چارې په معیاري او ټاکلي مهالویش سره پرمخ ولاړې شي.
