پر راستنېدونکو افغان مهاجرو کورنیو تر دې دمه څه باندې پنځه دېرش زره استوګنیزې نمرې ووېشل شوې
۱۴۴۷/۱۲/۸
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، خوشبین دی چې تازه په پنځو ولایتونو کې (۱۰۴۸) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.
همدا تېره ورځ (یوه نۍ) یکشنبه ۱۴۴۷/۱۲/۷ نېټه د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۱۰۴۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.
دغه ځمکې د منظم ښارګوټو او تثبیت شویو ساحو له لارې راستنو شوو افغان مهاجرو کورنیو ته د شفاف میکانیزم پر بنسټ ووېشل شوې، څو راستنې شوې کورنۍ وکولای شي د دایمي استوګنې ترڅنګ، لومړنیو خدماتو ته هم لاسرسی ولري.
په دې لړ کې، په ننګرهار ولایت کې ۳۰۶، فاریاب کې ۲۱۰، کندز کې ۲۳۴، هلمند کې ۲۳۰ او زابل ولایت کې ۶۸ راستنو شویو افغان مهاجرو کورنیو ته د ځمکو نمرې سپارل شوې دي.
د ځمکو د وېش بهیر د سروې، تثبیت، بایومټریک او اسنادو د ارزونې له پړاوونو وروسته عملي کېږي، څو یوازې راستنې شوې کورنۍ له دې امتیاز څخه برخمنې شي.
تر دې دمه په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو نمرو ټول شمېر ۳۵ زره او ۱۸۹ ته پورته شو.
