د کور او ښار جوړولو وزارت، راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته تېره ورځ یکشنبه (١٤٩١) استوګنیزې نمرې ووېشلې
۱۴۴۷/۱۲/۰۱
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، په اوو ولایتونو کې (١٤٩١) استوګنیزې نمرې ووېشلې.
د تېرې یکشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې (۳۱۰) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته، سمنګان کې (۲۰۰) کورنیو ته، زابل کې (۱۳۲) کورنیو ته، فراه کې (۴۴۷) کورنیو ته، کندز کې (۱۸۲) کورنیو ته، هلمند کې (۱۷۵) کورنیو ته او په غزني ولایت کې (۴۵) کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وایي، دا چاره یې ځکه ګړندۍ کړې، څو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو لپاره مناسب فرصتونه برابر شي.
ښاغلی وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني وایي، د یاد پروګرام موخه د راستنو شویو کورنیو د اساسي اړتیاوو پوره کول، د منظمې ښاري پراختیا رامنځته کول او د ژوند د ښه چاپېریال برابرول دي.
دا یوازې هغه شمېرې دي چې تېره ورځ یکشنبه (١٤٩١) نمرې وېشل شوې دي، خو په ټوله کې تر دې دمه (٢٨٧٦٨) استوګنیزې نمرې وېشل شوې او دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.
د ځمکو وېش به د منظور شوو طرزالعملونو او شفافو معیارونو له مخې دوام ومومي، څو راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته په عادلانه ډول د استوګنې زمینه برابره شي.
