په میدان وردګ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۳۰
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو نظارت او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري د امرخېل او سردار محمد داود خان ښارګوټو څخه ساحوي او تخنیکي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د امرخېل ښارګوټي ساحې د تفصیلي پلان او ترتیب شوو کروکیو مطابق وارزول شوې، چې په یادو سیمو کې هېڅ نوې غیرقانوني ودانیزه چاره مشاهده نه شوه.
همداراز، د سردار محمد داود خان ښارګوټي په هغه ساحه کې چې د تفصیلي پلان له مخې شنه ساحه تثبیت شوې، یو ځل بیا د استوګنیزې نمرې د جوړولو په موخه د غیر اصولي کندنکارۍ فعالیتونومخه ونیول شوه.
د تخنیکي ټیم له لوري د یادې سرغړونې د مخنیوي لپاره لازم اجراآت ترسره او چارې ودرول شوې، چې د ښاري نظم د ساتنې او د تفصیلي پلانونو د تطبیق لپاره به ورته څارنې دوام ولري.
