په پنجشېر ولایت کې د تخنیکي او مسلکي انسټېټیوټ د ودانۍ لپاره توپوګرافي سروې ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۲۷
د سروی او جي ای ایس ریاست له لوري د پنجشېر ولایت د عنابې کلي اړوند د تخنیکي او مسلکي انسټېټیوټ د ودانۍ لپاره د ټاکل شوې ساحې توپوګرافي سروې ترسره شوه.
یاده سروې د شاوخوا ۹۳۸۹.۱۷۰ متر مربع ځمکې په ساحه کې ترسره شوې، چې موخه یې د یادې تعلیمي پروژې لپاره د دقیقو تخنیکي معلوماتو راټولول او د راتلونکو ساختماني چارو لپاره د لازم تخنیکي بنسټ برابرول دي.
د مسؤلینو په وینا، په دې سروې کې د ساحې تخنیکي ځانګړتیاوې، حدود، ارتفاعات او نور اړین معلومات ثبت او ارزول شوي، څو د پروژې د نقشې او ډیزاین چارې د معیاري اصولو مطابق تنظیم شي.
توپوګرافي سروې د تعلیمي او عامه تاسیساتو د ودانیزو پروژو له مهمو لومړنیو پړاوونو څخه ګڼل کېږي، چې د معیاري ډیزاین، دقیقې انجینري ارزونې او منظمې ساختماني پراختیا لپاره اساسي معلومات برابروي.
