په ارزګان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره شوې
۱۴۴۷/۱۱/۲۰
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، مسلکي تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره کړې.
د یاد پلان د خط اچونه ډېری چارې بشپړې شوې او پاتې فعالیتونه یې هم په منظم او دقیق ډول روان دي.
د تخنیکي ټیم له لوري هڅه کېږي، څو د پلان ټولې برخې د منظور شوو تخنیکي معیارونو او ښاري اصولو مطابق عملي شي.
د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان عملي کېدل د منظم ښاري پراختیا، د خدماتو د ښه تنظیم او راستنېدونکو کورنیو ته د مناسبې استوګنې د برابرولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
