د کوچيانو او اداري اصلاحاتو ښارګوټو کې د سرغړونو وضعیت وارزول شو
۱۴۴۷/۱۱/۱۶
د میدان وردګ ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري د کوچيانو او اداري اصلاحاتو ښارګوټو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او ارزونې په موخه نظارتي څارنه ترسره شوه.
د ترسره شوې څارنې پر مهال د ښارګوټو عمومي وضعیت وارزول شو، چې له مخې یې څرګنده شوه موجودې سرغړونې پخوانۍ دي او د څارنې په ورځ کومه نوې سرغړونه نه ده ثبت شوې
د ښاري سرغړونو دوامداره څارنه د ښارګوټو د منظم مدیریت، د ښاري اصولو د تطبیق او د غیرقانوني ودانیو د مخنیوي لپاره یو اساسي اقدام ګڼل کېږي.
