په غزني ولایت کې د روغتون له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۰۹
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او نظارتي ټیم له لوري، د غزني ولایتي ملکي روغتون کې د انتظار خونې د جوړولو له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د پایو سیخ تړلو، قالب تړلو او د کانکریټ اچولو چارې وکتل شوې، چې د تخنیکي ارزونې له مخې د منظور شوې نقشې او انجنیري معیارونو سره سم پر مخ روانې وې.
همدارنګه، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې، څو پاتې چارې هم د تخنیکي اصولو او ټاکل شوو معیارونو سره سم بشپړې کړي او د کار په ټولو پړاوونو کې له نظارتي ټیم سره همغږي وساتي.
د ودانیزو پروژو دوامداره څارنه د کار د کیفیت د تضمین، د معیارونو د رعایت او د معیاري تطبیق د تأمین لپاره مهمه بلل کېږي
