په تورغونډۍ بندر کې د تفصیلي پلان جوړولو په موخه د ۸۰۴ جریبه ځمکې سروې ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۱۶
د سروې او جي ای اس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ولایت د تورغونډۍ ولسوالۍ په بندر ساحه کې د ۸۰۴.۴۳ جریبه ځمکې سروې ترسره شوه.
یاده سروې د پرمختللو تخنیکي وسایلو، په ځانګړي ډول د ډرون (بېپیلوټه الوتکې) په وسیله ترسره شوې، چې موخه یې د سیمې د تفصیلي پلان د ترتیب لپاره د کره او دقیقو معلوماتو راټولول دي.
د دې سروې په ترسره کېدو سره به د یادې ساحې د منظم ښاري پراختیا، د زیربنایي پروژو د مؤثرې طرحې او د ځمکې د اغېزمنې کارونې لپاره لازم بنسټونه برابر شي.
تورغونډۍ بندر د هېواد له مهمو سوداګریزو دروازو څخه شمېرل کېږي، چې د اقتصادي او ترانزیټي فعالیتونو له پلوه ځانګړی اهمیت لري.
د دې بندر لپاره د تفصیلي پلان ترتیب د دې سبب ګرځي، څو د ساحې وده په منظم او معیاري ډول تنظیم شي، ښاري خدمات په سمه توګه وړاندې شي او د راتلونکو زیربنایي پروژو لپاره لازم تخنیکي بنسټونه رامنځته شي.
