د فراه ښار کې د ښاروالۍ د هوټل د ودانۍ له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۹/۲۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري د فراه ولایت د فراه ښار د ښاروالۍ د هوټل د درې پوړیزې ودانۍ له روانو ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.
د ساحوي ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې یاده پروژه دا مهال د کانکریټي اسکلیت اړوند د چت د سیخ بندۍ چارې بشپړې کړې او د کانکریټ اچونې مرحلې ته چمتو شوې ده.
د څارنې په ترڅ کې د تخنیکي ټیم له لوري د قراردادي شرکت مسؤلینو ته د کار د کیفیت د لا ښه والي او د انجنیري معیارونو د رعایت په موخه لازمې لارښوونې وشوې، څو د پروژې ټولې چارې د تخنیکي نقشو، ټاکل شوو مشخصاتو او قراردادي شرایطو سره سم او په معیاري ډول پر مخ یوړل شي.
د فراه ښار د ښاروالۍ د هوټل درې پوړیزه ودانۍ د ښار له مهمو خدماتي تاسیساتو څخه ګڼل کېږي چې په بشپړېدو سره به د ښاري خدماتو د پراختیا ترڅنګ د مراجعینو لپاره مناسب او معیاري چاپېریال برابر کړي. دا پروژه دا مهال شاوخوا ۴۰ سلنه فزیکي پرمختګ لري.
