سرپل ولایت کې د ولایتي روغتون او د عامې روغتیا ریاست د ودانیو د اساسي ترمیماتو پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۹/۲۵
سرپُل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د سرپل ولایتي روغتون او د عامې روغتیا ریاست د امارتي تاسیساتو د اساسي ترمیماتو د پروژې له چارو تخنیکي څارنه وکړه.
دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.
د یادې پروژې د پرمختګ او د ترمیم اړتیا لرونکو برخو د تثبیت په موخه، دغه څارنه د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، د ولایتي روغتون مسؤلینو، د عامې روغتیا ریاست، فني انجنیرانو، د ولایتي کمېټې انجنیرانو او د قراردادي شرکت د تخنیکي انجنیر په ملتیا ترسره شوه.
د ساحوي ارزونې او تخنیکي څېړنې له ترسره کېدو وروسته، د ترمیماتي چارو د ښه والي لپاره لارښوونې وشوې، چې د بام د ناوې ځینې برخې دې تر دوو مترو له ایزوګام څخه پاکې شي او د ناوو خولې دې د اوسپنیز څادر په وسیله جوړ شي.
دغه راز لارښوونه وشوه، چې د ودانۍ د نښلونکو برخو اصلاح او بیا رغونه دې ترسره شي او اړوند اوسپنیزڅادر دې په سمه توګه نصب شي.
د دغو سپارښتنو پلي کول به د ودانیو د ساتنې، د اوبو د نفوذ مخنیوي او د ترمیماتي پروژې د کیفیت د لوړوالي لامل شي.
