د هلمند مستوفیت ریاست اړوند د جامع جومات له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۹/۱۹
هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د دغه ولایت د مستوفیت ریاست اړوند د جامع جومات له روانو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه.
دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونود مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.
د تخنیکي ټیم د څارنې په مهال د ودانۍ د بیرونۍ برخې پلستر چارې او د برېښنا مزو د غځولو چارې روانې وې.
د تخنیکي ټیم له لوري، د قراردادي شرکت مسؤل انجنیر ته لازمې سپارښتنې وشوې، څو ټول کارونه د منظور شوې نقشې له مخې ترسره کړي.
همدارنګه ټینګار وشو چې د پلستر شویو برخو اوبه ورکول دې پر وخت او منظم ډول ترسره شي، ترڅو د کار کیفیت خوندي پاتې شي.
د یادونې وړ ده چې د مستوفیت ریاست د جامع جومات جوړول به د ادارې کارکوونکو لپاره د عبادت مناسب او معیاري ځای برابر کړي.
