په بغلان ولایت کې د ښاري پراختیا او منظمې ابادۍ په لور یو مهم ګام پورته شو
۱۴۴۷/۹/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ اړوند د سرپُل کنده ساحې لپاره تفصیلي ښاري پلان منظور او لاسلیک کړ.
دغه پلان د یاد وزارت د تفصیلي پلانونو د محترم ریاست له لوري جوړ او عملاً تائید شو، چې اړوندې ادارې ته به وسپارل شي.
یاد پلان په ۱۹۷ جریبه ځمکه کې د سیمې د نفوسو د زیاتوالي، منظمې استوګنې او بنسټیزو خدمتونو د پراختیا په موخه طرحه شو.
په پلان کې د استوګنیزو نمراتو تر څنګ سوداګریز مارکېټونه، شنې ساحې، عامه پارکونه، ښوونیز او روغتیایي تاسیسات، جوماتونه، اداري ودانۍ او د سړکونو معیاري شبکه شامله ده.
همداراز به د برېښنا، پاکو اوبو رسولو او فاضلابو منظم سیستمونه په پام کې ونیول شي، څو راتلونکې ښاري پراختیا په منظم او دوامدار ډول پر مخ ولاړه شي.
د یاد پلان عملي کېدل به نه یوازې د سرپُل کنده ساحه له غیرمنظمې ابادۍ وژغوري، بلکې د سیمې لپاره به نوې کاري زمینې هم رامنځته کړي او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا زمینه به برابره کړي.
تمه ده چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د دوشي ولسوالۍ ښاري بڼه لا معیاري شي او د بغلان ولایت په کچه به د متوازنې پراختیا لپاره یو مهم بنسټ کېښودل شي.
