زابل ولایت کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د برابرولو چارې رسماً پیل شوې
۱۴۴۷/۹/۱۱
زابل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي او فني ټیم له لوري، د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د ښارګوټي د سړکونو د برابرولو چارې رسماً پیل شوې.
دغه پروژه د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو او د منظم ښارګوټي د پیاوړتیا په موخه عملي کېږي، څو یاد ښارګوټی له معیاري سړکونو او مناسب ترانسپورتي اسانتیاوو برخمن شي.
د سړکونو د هوارولو او تخنیکي معیارونو مطابق د جوړولو چارې به په ټاکلي مهالوېش او لازم نظارت سره مخته یووړل شي، تر څو کیفیت او شفافیت تضمین شي.
د زابل د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار کوي چې د ورته پراختیایي پروژو پلي کول به دوام ولري، څو راستنېدونکو کورنیو ته مناسب چاپېریال، اسانتیاوې او دایمي استوګنځایونه برابر شي.
