د فراه ښار په درېیمه او څلورمه ناحیه کې د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۹/۷
فراه ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په ښار کې د درېیمې او څلورمې ناحیې له سیمو لیدنه او تخنیکي څارنه ترسره کړه.
دغه چاره د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.
په دغه دغه څارنه کې ټولې هغه ساحې په دقیق ډول و ارزول شوې، چې دمګړۍ په کې ودانیزې چارې روانې وې.
موخه دا ده، چې له روانو چارو ډاډ ترلاسه شي، څو یادې ودانیزې چارې د نافذه ښاري تفصیلي پلانونو سره په ټکر کې نه وي او د اصولو له مخې پر مخ وړل کېږي.
دغه راز، د څارنې پر مهال د ودانیو له مالکینو سره د تفصیلي پلانونو په اړه هم لازم معلومات او لازمې لارښوونې شریکې شوې.
هغوی ته په څرګند ډول تشریح شوه چې هر ډول ساختماني فعالیت چې د تفصیلي پلانونو خلاف وي، د یاد ریاست له لوري د منلو وړ نه دی او ښاري سرغړونه بلل کېږي.
یاد اقدام د ښاري نظم د ټینګښت، د قانون د حاکمیت د تأمین او د منظمې ښاري پراختیا په موخه ترسره شوی، او ټاکل شوې چې ورته څارنې به په راتلونکي کې هم دوام ولري.
