د سرپُل ښار په لومړۍ ناحیه کې د یوې سترې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۹/۵
سرپُل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست، تخنیکي ټیم د یاد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ۳۰ متره سړک د کانکرېټ اچولو له چارو څارنه وکړه.
دغه څارنه د حاجي ګدای بای مسجد شریف مخې ته د ۳۰ متره سړک د کانکرېټ اچولو له چارو ترسره شوه.
څارنه د سرپًُل ولایت د ښاروالۍ د محترم ریاست په غوښتنه ترسره شوه، چې له مخې یې، د حاجي ګدایبای جومات مخې ته د ۳۰ متره سړک د کانکریټ اچولو له بهیر څارنه وشوه.
سرپُل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، د سړک غاړو ته د ویالو کانکرېټ اچونه او د تپک چارې تر دې وړاندې بشپړې شوې وې.
د معلوماتو له مخې، له اړینو تخنیکي ازموینو (ټیسټونو) تر ترسره کېدو وروسته، د سړک د کانکرېټ اچولو کار د قرارداد له درج شوو احجامو سره سم او د منظور شوو تخنیکي معیارونو او مشخصاتو په رعایتولو سره روان دی.
د کار بهیر په دوامداره توګه تر څارنې لاندې دی او که د کار په جریان کې هر ډول تخلف یا د معیارونو خلاف عمل ولیدل شي، د نافذه طرزالعملونو له مخې به یې مخنیوی وشي.
