په سرپل ولایت کې د یو جامع جومات د ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۸/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د جامع جومات د اعمار چارې د تخنیکي ټیم لهخوا په منظمه توګه وڅارل شوې.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د مسجد تهدابونه، رینګونه او ستنې د کانکریت په کارولو سره بشپړ شوي، او اوس مهال د خښتو چارې د تصویب شویو نقشو او د بیل احجامو مطابق په منظم ډول پر مخ روانې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم د پروژې مسؤلینو ته لارښوونه کړې چې ټول فعالیتونه د انجنیري معیارونو، نقشه او قرارداد د اصولو سره سم پرمخ یوسي، تر څو د پروژې ودانیز چارې په معیاري، شفاف او ټاکلي وخت کې بشپړې شي.
