د فراهرود ولسوالۍ په دوراهي سیمه کې د موټر د تمځای له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۸/۱۵
د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ په دوراهي سیمه کې د ټیر پارک (پارکینګ) ودانیزې چارې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټيم لخوا وڅارل شوې
د ترسره شوې تخنیکي څارنې پر مهال د پروژې په ساحه کې د احاطوي دیوال د سنګکارۍ چارې روانې وې. د تخنیکي ټیم د ارزونې له مخې، د یادې پروژې فزیکي پرمختګ تر دې دمه شاوخوا ۱۱ سلنې ته رسېدلی دی.
همداراز، قراردادي شرکت ته سپارښتنه شوې چې د پروژې ټولې چارې د منظور شوو نقشو، بل احجامو او د قرارداد د تخنیکي مشخصاتو له مخې په منظم او معیاري ډول تطبیق کړي.
د یادونې وړ ده چې د ټیر پارک پروژه د ترانسپورتي اسانتیاوو د پراختیا او د ښاري نظم د ښه والي په موخه عملي کېږي او بشپړېدل به یې د سیمې د ترانسپورتي ستونزو په راکمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
