د کور او ښار جوړولو وزارت ځینې لومړیتوبونه د ملګرو ملتونو له یو این هبیتات څانګې سره شریک او پر ګډو همکاریو خبرې وشوې
۱۴۴۷/۸/۱۴
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د ملګرو ملتونو د یو این هبيتات څانګې له مشرې اغلې سټیفني او مل پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې، د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند فعالیتونو، پلانونو او ښاري پراختیا برخه کې په ترسره شوو چارو خبرې وشوې او ځینې لومړیتوبونه شریک شول.
د یو این هبيتات مشرې یادونه وکړه چې دوه کلنه ستراتیژي به له وزارت سره شریکه کړي او هغه لومړیتوبونه چې د کور او ښار جوړولو وزارت یې لري، خپل کاري استقامت ته به ورسره لوری ورکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، وویل، د نورو مهمو چارو ترڅنګ هغه لومړیتوبونه چې دوی پرې کار پیل کړی، دا دي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راتلونکي مهاجرو کورنیو ته منظم ښارګوټي ډیزاین کړي، ځای په ځای یې کړي، مرسته وسره وکړي او د ارام ساه اخیستلو زمینه ورته برابره کړي.
ښاغلي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، غواړي نوي ښارونه د پلان له مخې رامنځته شي، معیاري وي او د ژوند کولو ټولې اسانتیاوې په کې برابرې وي.
نوموړي یادونه وکړه، په اوس وخت کې افغانستان کې انکشافي چارې د تیزۍ په حال کې دي، چې د وزارت لومړیتوب دا دی، ترڅو دغه چټک انشکاف د پلان له مخې مهار کړي.
د نوي کابل ښار د پلانونو تطبیق، د عینو مېنې د پاتې برخې لپاره پلان جوړولو او عملي کول، د هېواد په کچه د سترو ښارونو لپاره پلانونه جوړول، او په ټوله کې د چاپېریال ساتنه هغه نور مواردو وو، چې په دغه کتنه کې پرې خبرې وشوې.
ښاغلي وزیر، د ملګرو ملتونو د یو این هبيتات له څانګې غوښتنه وکړه، چې که په وس یې پوره وي، نو د مهاجرو په ښارګوټو کې دې د مسکن، اوبو، ښوونځیو، کلینیکونو او نورو عام المنفعه تأسیساتو جوړولو لپاره لاس په کار شي.
اغلې سټیفني، د کور او ښار جووړولو وزارت فعالیتونه او هڅې وستایلې او یادونه یې وکړه، چې بودیجه یې کمه ده او ډېر تمرکز یې پر بشري مرستو دی.
