د کابل چهل دختران سیمې لپاره تفصیلي پراختیایي پلان ویزه شو، چې تر ډېره بریده به د مسکن کمښت ستونزې راکمې کړي
۱۴۴۷/۸/۳
د کابل ښار د منظمې پراختیا او د مسکن د کمښت د ستونزې د هواري په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني د کابل ښار شلمې ناحیې اړوند د «چهل دختران» سیمې لپاره تفصیلي پراختیایي پلان ویزه کړ.
یاد تفصیلي پراختیایي پلان د کابل ښاروالۍ له لوري د ښاري معیارونو او تخنیکي اصولو پر بنسټ ترتیب شوی و، چې د ویزې په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت ته وړاندې شو.
پلان د وزارت د مسلکي او تخنیکي ټیم له خوا له هر اړخیزې ارزونې وروسته، د اووه اصلاحاتو په راوستلو سره منظور او د تطبیق لپاره د کابل محترمې ښاروالۍ ته وسپارل شو.
د دې پلان د تطبیق په پایله کې به شاوخوا (۴۵۰۰۰) کورنیو ته د منظمې او معیاري استوګنې زمینه برابره شي، چې دا به په کابل ښار کې د مسکن د کمښت ستونزه تر ډېره بریده راکمه کړي.
دغه پلان د نږدې شپږ زره جریبه ځمکې لپاره ترتیب شوی، چې په عملي کېدو سره به یې د ښاري زېربناوو پراختیا، د سړکونو تنظیم، عامه خدمتونو ته لاسرسی، شنو ساحو پراختیا او د ښاریانو د ژوند د کیفیت لوړولو کې مهم بدلونونه رامنځته شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د هېواد د متوازنې ښاري پراختیا، او د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د ورته پراختیایي پلانونو پلي کېدل یو اساسي اصل بولي او ډاډ ورکوي چې د یاد پلان د تطبیق بهیر به د اړوندو ادارو په همغږۍ په جدي توګه تعقیب شي.
