د قیصار ولسوالۍ د ثوري پل د جوړولو پروژې له چارو څخه تخنیکي څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۷/۱۰
د فاریاب ولایت د کور او ښر جوړولو ریاست محترم رئیس د خپل تخنیکي ټیم په ملتیا د قیصار ولسوالۍ د ثوري پل د جوړولو پروژې له روانو چارو څخه نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې چارې په ساحه کې د منظور شوې نقشې او انجنیري معیارونو سره سم پر مخ روانې دي، ښاغلي رئیس د کار کیفیت د قناعت وړ وباله او قراردادي شرکت ته یې لازمې لارښوونې وکړې، تر څو پاتې چارې هم د نقشې او انجنیري معیارونو مطابق په معیاري ډول بشپړې کړي.
د ثوري پل د جوړولو پروژه د قیصار ولسوالۍ له مهمو عامهالمنفعه پروژو څخه ده چې د ترانسپورټي اسانتیاوو ښه کېدو، د خلکو د تګ راتګ اسانتیا او د سیمې د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه تطبیقېږي، د دې پروژې بشپړېدل به د سیمې اوسېدونکو ته د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي.
