د ۱۴۰۵ مالي کال په بودیجه کې د نويو پروژو د شاملولو په اړه خبرې وشوې
۱۴۴۷/۶/۳۰
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروتي په مشرۍ ناسته وشوه چې په کې د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شيخ مدارعلي کريمي بامياني، او د اړوندو رياستونو رئيسانو او استازو ګډون کړی وو.
په دغه ناسته کې، د ۱۴۰۵ هـ. لمریز کال په بودجه کې د کور او ښار جوړولو وزارت د نويو پروژو د شاملولو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
لومړی، د دغه وزارت د هغو پروژو د ارزونې راپور وړاندې شو چې په راتلونکي مالي کال کې بودجې ته اړتيا لري او بايد د ماليې وزارت ته وړانديز شي.
دغه راز یادونه وشوه چې اړينه ده د ناتمامو پروژو بودجه هم راتلونکي کال ته وغځول شي، چې په کې د ځينو ادارو او لابراتوارونو د ودانيو ۱۲ ودانیزې پروژې شاملې دي.
محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي وويل، د بودجې اړتياوې او ارزونه بايد په پوره دقت طرح او ترتيب شي، د نويو پروژو لپاره دې د بودجې طرحه ژر تر ژره تياره شي، او په ځينو پروژو کې اړينه ده چې د ماليې وزارت څخه د بودجې د تعديل غوښتنه وشي.
همدارنګه د ښاري چارو محترم مرستیال شيخ مدارعلي کريمي بامياني وويل، اړينه ده چې د استوګنځایونو د جوړولو پروژې او ځينې نورې نوې پروژې د منظم پلان له مخې د ماليې وزارت ته وړانديز شي، او د دغه وزارت نوې پروژې د پاليسۍ سره سم د کارموندنې او عايداتي ځانګړتياوو له مخې د راتلونکي کال په بودجه کې شاملې شي.
په دې ناسته کې تصمیم ونیول شو چې د ناتمامو پروژو بودجه دې وغځول شي، او د امارت د پاليسۍ له مخې دې د نويو پروژو لپاره کره او تفصيلي وړانديزونه ترتيب شي. دغه وړانديزونه به عمومي معلومات، جزئيات او د کار پړاوونه ولري، د ماليې وزارت په ځانګړي فارمټ کې به شامل شي، او د وروستۍ پرېکړې لپاره به د وزارت محترم مقام ته وړاندې شي.
