میدان وردګ کې تاریخي ګودام د بیا رغونې په موخه سروې شو
۱۴۴۷/۰۶/۰۶
د میدان وردګ ولایت ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د کوټه عشرو تاریخي ګودام د سروې او د ځمکې د دقیق مساحت د تثبیت په موخه تخنیکي چارې پیل شوې دي.
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیفالعمر په لارښوونه د ساحې تخنیکي لیدنه ترسره شوې ده.
د لیدنې پر مهال څرګنده شوې چې د ګودام د ځمکې دقیق مساحت تر دې مخکې نه و مشخص شوی.
د اطلاعات او فرهنګ ریاست استازو ته سپارښتنه شوې چې د اراضي امریت او املاک مدیریت په همکارۍ د ساحې دقیقې اندازې ترلاسه او ثبت کړي. مسوولین زیاتوي چې راپور د وزارت مشرتابه ته استول شوی او د تاریخي ودانۍ د ساتنې لپاره به لازمې پرېکړې ترسره شي.
کوټه عشرو ګودام د میدان وردګ له ارزښتمنو تاریخي یادګارونو څخه دی چې د سیمې د لرغوني تمدن نښه ګڼل کېږي، او تازه پیل شوې سروې د دې لپاره ده چې دغه تاریخي میراث په ښه ډول وساتل شي او د بیا رغونې لپاره یې دقیق معلومات برابر شي.
