د جوزجان د زراعت ریاست اړوند دهټیو له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۵/۲۶
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کرنې، اوبو لګوولو او مالدارۍ ریاست اړوند د هټیو د رغونې له روانو چارو څخه تخنیکي لیدنه او څارنه وکړه.
یاده لیدنه د کور او ښار جوړولو محترم رئیس الحاج ملا عبدالله فیضان او د نظارت مسؤلو انجنیرانو له خوا ترسره شوه. په دې لیدنه کې د سپلو او رینګونو کندنکاري، سیخ بندۍ او د شفته اچونې چارې وکتل شوې او د کار د کیفیت د خوندیتوب په موخه تخنیکي سپارښتنې وشوې.
د کور او ښار جوړولو محترم رئیس د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې ټولې ودانیزې چارې د نقشې، احجامو، تدارکاتي شرطنامې او د انجینري معیارونو له مخې ترسره کړي. همدارنګه، د پروژې د اغېزمنتیا او کیفیت د لوړولو په موخه یو لړ تخنیکي نظریات هم د څارونکي انجنیر لهخوا وړاندې شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت او اړوند ولایتي ریاستونه د دولتي ادارو، عامه تاسیساتو او پرمختیایي پروژو د طرحې، ډیزاین او تطبیق څارنه کوي، څو ټول رغنیز کارونه د انجینري اصولو او ملي معیارونو پر بنسټ په سمه توګه ترسره شي.
