د غزني په اب بند ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۵/۲۵
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د اب بند ولسوالۍ اړوند د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي متقي وویل، په یاده پروژه کې دا مهال د ښځینه مسجد د داخل فرش د موزاییک کار روان دی، همدارنګه د نارینه مسجد د کړکیو اړوند د تبنګ ډبرو نصب ترسره کېږي.
د ملا امام د اطاقونو د دروازو د نقش پلستر کاري ترسره کېږي، او د سپتیک څاه او تصفیې خونې څخه د فاضلابو د پیپ لپاره د جذبې ساحې ته د کندنکارۍ چارې هم روانې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دیني، تعلیمي او عامه ودانیزو پروژو د کیفیت د لوړولو په موخه تخنیکي ټیمونه ګمارلي، ترڅو ټولې رغنیزې چارې د انجینري معیارونو او قرارداد له اصولو سره سم ترسره شي.
