د پکتیکا ولایت د کتلوي معافیت ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۹
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیفالجهاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت ودانۍ د جوړولو پروژې له ودانیزو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.
ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د یادې پروژې د تهدابونو او سنګکارۍ چارې د نقشي او تخنیکي مشخصاتو مطابق مخکې بشپړې شوې دي. همدارنګه، د سنګکارۍ پر سر د رینګ بیمونو (ګریډ بیمونو) سیخداره کانکریټ هم د نقشي او انجینري معیارونو له مخې ترسره شوی دی.
د نوموړي په خبره، د کار د پلان او مهالوېش سره سم، د راتلونکو ودانیزو چارو د لا ښه تطبیق په موخه، د قراردادي شرکت ساحوي مسؤلینو ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې. د یادولو وړ ده، چې د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د عامه زیربناوو د پرمختیا، د ودانیزو پروژو د کیفیت د لوړولو او د شفاف نظارت د تأمین مسؤلیت پر غاړه لري. د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت ودانۍ پروژه د دغه ولایت یو مهم روغتیایي او ټولنیز پرمختیایي ګام بلل کېږي، چې د بشپړېدو سره به یې د عامې روغتیا خدمتونه لا پیاوړي او اغېزمن شي.