د هرات له جامع جومات او د سپاچ پروژې له پیل څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۶
هرات کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت له جامع جومات څخه لیدنه وکړه.
ښاغلی انجنیر اکبري وایي، دغه لیدنه د ترمیمي چارو د ارزونې او د هرات د زوړ ښار د بیا راژوندي کولو او ترمیم پروژې یا سپاچ د پیل په موخه ترسره شوه.
نوموړی وایي، تخنیکي ټیم یې د جامع جومات د بېلابېلو برخو د ترمیم چارې له نږدې ولیدې، چې د پلي لارو د جوړولو کار یې روان دی.
دغه راز، د سویل لوېدیځې برخې د کورونو د ګچ کولو چارې تقریباً بشپړې شوي، او د خښتو د ترمیم او نوې هنگاف چارې دوام لري، چې په ټوله کې شاوخوا شپږو برخو کې کار روان دی.
هرات کې د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، دغه لیدنه، نه یوازې د اوسنیو کارونو د څرنګوالي ارزونه وه، بلکې د سپاچ یا د هرات د زوړ ښار د بیا راژوندي کولو او ترمیم پروژې د عملي تطبیق لپاره یو مهم ګام دی، چې موخه یې د زوړ هرات تاریخي ښار بېرته راژوندي کول او د فرهنګي میراثونو خوندي کول دي.